په غزه کې د ناروغانو وضعیت خورا خطرناک دی/ نړیواله ټولنه باید پاملرنه وکړي

کابل – ایرنا – د «کمال عدوان» روغتون مشر د صهیونیسټ رژیم د پرله پسې بریدونو له امله د دغه روغتون د کړکیچن او خطرناک وضعیت په اړه خبرداری ورکړ.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، په غزه کې د کمال عدوان روغتون مشر «حسام ابوصفیه» د کمال عدوان روغتون وضعیت ډیر کړکیچن وباله او زیاته یې کړه: د اسرائیلو د پرله پسې بریدونو له امله دغه روغتون په ډیر خطرناک حالت کې دی او د بمباریو له امله بریښنا او اوبه پرې شوې ده. 

 نوموړي له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د مرستې لپاره دې ژر تر ژره اقدام وکړي، په ځانګړي ډول ځينې ناروغان په روغتونونو کې ځانګړې پاملرنې ته او ځينې نور عاجلو جراحي ته اړتيا لري.

 ابو صفیه څرګنده کړه: پر روغتون باندې د اسرائیلو وروستیو پراخو بریدونو سخت زیانونه اړولي او د روغتون یوه ودانۍ له برېښنا، اکسیجن او اوبو پرته ده. هغه ټینګار وکړ: د روغتون په شاوخوا کې پرله پسې او پراخ بریدونه د بریښنا او اوبو د شبکو د ترمیم مخه نیسي.

 د ابو صوفیا په وینا، په روغتون کې د ۱۱۲ ټپیانو درملنه کېږي او پر دې سربېره ۶ ناروغان د جدي مراقبت څانګه او ۱۴ ماشومان په روغتون کې بستري دي.

 د «کمال عدوان» روغتون مشر د صهیونیسټي رژیم د جنګیالیو د بمباریو په دوام سخت خواشیني څرګنده کړه او زیاته یې کړه: موږ له نړۍ وغوښتل چې د عامې روغتیا له نظام او د هغه د کارکوونکو ملاتړ وکړي، خو له دې سره سره مو د نړۍ له لوري کوم ځواب ونه موند.

 هغه په ​​دوام کې زیاته کړه: هغه څه چې د طبی کارکونکو او ناروغانو په وړاندې کیږي، یو بشری ناورین دی، داسې ښکاری چې د کمال عدوان روغتون او د غزې د روغتیا په ټول نظام باندې د دغو پرله پسې حملو د مخنیوی لپاره هیڅ کوشش نه کیږی.

 د ایرنا د خبر له مخې، د غزې په تړانګې کې د اسرائیلو د رژیم جنایتونه د پنځلسمې میاشتې لپاره دوام لری په داسې حال کې چې د هاګ نړیوالې محکمې د صهیونیسټی رژیم د لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو او د جنګ پخواني وزیر یوآو ګالانت دجنګي جرمونه، د بشریت پر ضد جرمونه او لوږه د وسلو په توګه کارول (د غزې د خلکو لوږه) په تور د نیولو امر صادر کري ده.

 له دغو ټولو جنایتونو سره سره صهیونیسټ رژیم اعتراف کړی دی چې له ۴۲۹ ورځو جنګ وروسته تراوسه په دغه جنګ کې خپلو هدفونو ته چې د حماس غورځنګ له مینځه وړل او له غزې تړانګې څخه د صهیونیسټانو د بندیانو بیرته ستنول دي، نه دی بريالی شوی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .